په سوريه کې دروسانو دوژلو په اړه درسنيو اطلاعات تبليغاتي جګړه ده

لويديځي رسنۍ داسي معلومات خپره وې چې ګواکې په سوريه کې دروسيي په هوايي بمباريو کې روسيي وګړي وژل شوي دي. دوي په دې اړه شواهد نه لري او دا په خپل ذات کې يوه تبليغاتي جګړه ده. دامطلب د چهارشنبي په ورځ دروسيي دبهرنيو چارو وزارت رسمي استازي ماريا زخاروا څرګند کړ.

تر دې مخکې رويتر اژانس د« حکومت د لوړرتبه سرچيني» له قوله ويلي وو، چې په «لا‌‌ذ‌قيه» کې دتوپچي د ډزو له امله درې روسيي وګړي وژل شوي دي.

د روسيي د دفاع وزارت وايي چې په سوريه کې هيځ يو روسيي پوځي نه دی وژل شوی. په دمشق کې دروسيي سفارت هم پخپل وار ددغه اژانس خبري بې بنسټه وبللي او هغه ئي په کلکه رد کړي او زياته ئي کړه چې دآيوبله تبليغاتي جګړه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *