امریکايي زده کوونکي ”د سي آی اې د مشر برېښنالیک هک کړی”

دغه زده کووونکی زیاتوي، دا کار یې د امریکا له بهرنۍ تګلارې سره د خپل مخالفت ښوولو له کبله کړی

په امریکا کې د لېسې یوه زده کوونکي ادعا کړې، چې ګني د امریکا د مرکزي استخباراتو ”سي آی اې” د مشر برېښنالیک یې هک کړی دی.

اوس امریکايي چارواکي وايي، ددغه زده کوونکي د دغې ادعا په اړه څېړنه کوي، چې ګني د جان برینان برېښنالیک یې هک کړی دی.

یاد زده کوونکي ”نیویارک پوست” ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي، د برینان په برېښنالیک کې یې ډېرې حساسې دوتنې ”فایلونه” موندلي، خو ځینې رپوټونه وايي، چې د هغه پټو فایلونو ته هېڅ لاسرسی نه دی موندل شوی.

دغه زده کووونکی زیاتوي، دا کار یې د امریکا له بهرنۍ تګلارې سره د خپل مخالفت ښوولو له کبله کړی، چې وايي ځینې برېښنالیکونه یې لوستي او ځینې غږیز پیغامونه یې اورېدلي دي.

سي آي اې ویلي، دا قضیه یې اړوندو چارواکو ته سپارلې ده.

دغه زده کوونکي دا هم ویلي، چې د ملي امنیت د وزیر جیه جانسن اړوند حساب یې هم هک کړی دی.

د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې، د امریکا “نیویارک ټایمز” ورځپاڼې ویلي وو “روسي الکترونیکي غلو” تېر کال د سپینې ماڼۍ د کمپیوټرونو شبکې ته ننوتلي، او د ولسمشر بارک اوباما “غیر محرمانه” شخصي برېښنالیکونه یې لوستلي دي.

امریکايي چارواکو د تېرې اپرېل میاشتې لومړیو کې منلې وه، چې د تېر کال وروستیو کې د سپینې ماڼۍ کمپیوټري شبکې ته یوڅوک “ننوتلي” دي، خو دا راپورونه یې نه منل، چې ګني روسي هکرانو دې دا کار کړی وي.

ورځپاڼه وايي، د سپینې ماڼۍ دغه امنیتي شبکه ماتول تر هغه ډېر ژور و، چې امریکايي چارواکو یې په اړه اعتراف کاوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *