باميانو ته ۸ عرادې د جغل اندازۍ او واورې پاكولو ماشينونه ورسېدل

جاپان د فوايد عامې وزارت له لارې له باميانو سره د واورو د پاكولو او د سړكونو د جغل اندازۍ دوه سيټه سكواټور، دمتريك، ليدر او ګريډر ماشينونو مرسته وكړه.

د باميان د فوايد عامې رئيس انجنير محمد انوري كليد ته په دې اړه وويل، دغه سكواټور، ګريډر، ليدر او دمتريك ماشينونه دوه دوه جوړې دي چې شمېر يې اتو عرادو ته رسېږي او نږدې يو نيم مليون ((۱۴۴۵۳۸۲)) امريكايي ډالره ارزښت لري.

انوري زياته كړه، له دغو ماشينونو څخه به په ژمي كې له واورې څخه د سړكونو د پاكولو او په اوړي كې به ترې د سړكونو په جغل اندازۍ كې ګټه پورته كړي: (( تر دې وړاندې به مو په ژمي كې له واورو څخه د باميانو د ۳۷۴كېلو متره سړكونو د پاكولو په هدف ۲۰ مليونه افغانۍ بودجه ځانګړې كوله، خو سږ كال به دا بودجه د همدې ماشينونو له بركته ۱۰ مليونه افغانيو ته راښكته شي.))

دى وايي، د باميان فوايد عامې رياست په پام كې لري چې سږ كال به د دغو وسايلو په مرسته په ژمي كې د شيبر كوتل، د باميان-يكه و لنګ لويه لار او د قونان كوتلونه له واورو څخه پاكوي.

دا په داسې حال كې ده چې د باميانو والي طاهر ظهير وايي، جمهور رئيس غني له خپلې ژمنې سره سم د باميانو د پراختيايي پروژو په اړه د څېړنې د ۱۴ كسيز پلاوي له ارزونو وروسته د عمل امر كړى او اوس د باميان- دوشي د لارې په جوړولو هم كار پيل شوى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *