په مصر کي د ټاکنو لومړنۍ پړاو پيل شو مصري چارواکيو د پارلماني ټاکنو تر سره کيدل په دي هيواد کي د دموکراسۍ وروستی پړاو ښودلی دی السيسي له خپلو هيوادوالو غوښتي ترڅو په دي ټاکنو کي په پراخه توگه گډون وکړي

په مصر کې پارلماني ټاکنې په دوه پړواونو کې تر سره کیږي چې لومړی پړاو یې نن پیل شو. په دوه زره دولسم کال کې د محکمې له لوري د پارلمان د لغوه کیدو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې په دې هیواد کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږ. مصریان به د پارلمان لپاره پنځه سوه اوه نوي کسانو ته باور رایې ورکړي. مصري چارواکیو په مصر کې ددې تاکنو په لاره اچول د دموکراسۍ د پلي کیدو روستۍ پړاو ښودلی دی. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خپلو هیوادوالو غوښتي ترڅو په پراخه توګه په دې ټاکنو کې ګډون وکړياو دخلکو د غوښتنو او په دې هیواد کې د موکراسۍ د پلی کیدو وروستۍ ګام هم پورته کړي.

” ده ویلي، له زه تولو مصریانو غواړم ترڅو د رایو صندقونو ته حاضر شي ترڅو د هغه غوښتنو وروستی پړاو هم تر سره شي کوم چې هوکړه پرې شوې ده. زه له تولو مصریانو که نارینه دي یا ښځینه ځوانان دي او که زاړه کارکونکي دي که کر وندګر په پراخه توګه د په دې ټاکنو کې ګډون وکړي.”

د مصر دولت د پارلماني ټاکنو لپاره کلک امنیتي چمتوالی نیولی او ددې هیواد درسمي خبري آژانسونو در یپوتونو له مخې یو سل پنځه اتیا زره سرتیرو ته له پولیسو سره دمرستې دنده سپارل شوې ده. الفتاح السیسي په دوه زره دیارلسم کال کې کله چې د محمد مرسي د واکمنۍ د دفاع وزیر وو د کودتا له مخې واک تر السه کړ. پر ده نیوکه کونکي وایي په دې هیواد کې پارلماني ټاکنې به د السیسي ځای ځایګی لا پسې پیاوړی کړي. له مصر څخه دد را رسیدلو ریپوټونو له مخې د حسنی مبارک د رژیم پر مهال ډيری سیاسي څیرې ددې ټاکنو لپاره نوماندانې دي او که چیرې دوی بریالي شي د السیسي د حکومت ستنې به لا پسې پیاوړي شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *