ملگرو ملتونو په فلسطيني سيمو کي د شخړو ديرښت په هکله ويلي
ملگرو ملتونو په فلسطيني سيمو کي د شخړو ديرښت په هکله ويلي که چيري حالات په همدي ډول دوام وکړي په سيمه کي به ناورين رامنځ ته شي
بله خوا ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د فلسطين استازي په دي هکله په بيرني ناسته کي د اسرايلو پر وړاندي د فلسطين په پلويتوب ددي شورا د ملاتر غوښتنه کري ده
د ملگرو ملتونو د لوي منشي مرستيال د الاقصي جومات شاوخوا او نورو سيمو کي د فلسطينيانو او اسرايلو ترمنخ شخري غندلي او دا نشتي يي له گواشه دکي شودلي دي خبرداری یې وکړی دی که چیرې دا حالات دوام وکړي پّ سیمه کې به ناورین رامنځ ته شي. له دې سره دوی د فلسطین په هکله په بیړنۍ ناسته کې ویلي د اسرایلو له لوري له زوره کار اخستل هم پّ سیمه کې د شخړو د ډیرښت لاملونه دي. دملګرو ملتونو دې لوړ پوړي چاراکي له دواړو خواوو غوښتي ترڅو مقدسو ځایونو ته درنښت ولري او دې اجازه ورنکړي ترڅو له دې حالاتو بنسټپاله کسان ګټه پورته کړي چې په دې سره به د فلسطین او اسرایلو ترمنځ مذهبي جګړه رامنځ ته شي.
د رارسیدلو ریپوتونو له مخې تر اوسه په دې نښتو کې له دیرشو ډیر فلسطینیان او اوه واسرایلیان وژل شوي دي. پّ ملګر ملتونو کې دفلسطین استازي له امنیت شورا وغوښتل ترحو د اسرایلو پر وړاندې له فلسطینیانو ملاتړ وکړي
رياض منصور/ نماينده فلسطين در سازمان ملل
” ده ویلي مونږ دې په دې ناسته کې ددې لپاره ګډون کړی ترڅو له امنیت شورا څخه وغواړو چې د فلسطینیانو او ددوی د مقدسو سیمو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شي د هغه سیمو لپاره چې اوس د اسرایلو تر ګواښ لاندې دي امنتی شورا باید په بیړې مداخله وکړي.”
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړو په ډيرښت نیوکه کړې او د دوارو خواوو له مشرانو یي غوښتي ترڅو شخړو ته له لمن وهلو ډډه وکړي. په اردن کې هم تیره ورځ د اسرایلو پر وړاندې لاریون شوی وو لاریون کونکو د اسرایلو پر ضد شعارونه ورکول ددوی بیرغ یې سوځولی او په دې هیواد کې یې د اسرایلي سفارت د بندلو غوښتنه کړې ده.