ولسمشر غني کندوز کې د عملیاتو غځولو امر کړی
ولسمشر غني کندوز کې د عملیاتو غځولو امر کړی
په داسې حال کې چې کندوز ښار نژدې دوه اونۍ وړاندې طالبانو نیولی و او افغان ځواکونو بېرته ترې ونیو، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندوز ته د خپل سفر پرمهال افغان امنیتي ځواکونو ته د دغه ولایت په ټولو برخو کې د پوځي عملیاتو د غځولو امر کړی.
ولسمشر غني وویل، تر هغو باید کندوز کې پوځي عملیات دوام وکړي، چې د وسله والو مخالفانو له شتون نه پاک شوی نه وي.
کندوز ښار څه موده وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېد، چې شاوخوا دوه اونۍ وروسته افغان ځواکونو ونیو.
ښاغلي غني له افغان ځواکونو سره دداسې شرایطو برابرولو ژمنه وکړه، چې د پوځيانو پرېکړو کې به نا پوځي کسانو مداخلې ته ځای پرې نه ږدي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کندوز د امنولو لپاره به په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو فرقه جوړه کړي.
اشرف غني دغه څرګندونې په کندوز کې امنیتي ځواکونو ته د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي په کندوز کې د امنيتي ځواکونو کړنې وستايلې او د ملي امنيتي ځواکونو شپږو منسوبينو ته یې مډالونه هم ورکړل.
”د کندوز ښار د تلې په شپږمه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد، درې ورځې وروسته دولتي ځواکونو دغه ښار ته ننوتل او له شاوخوا دوو اونيو نښتو وروسته وسله وال طالبان له دغه ښار څخه واېستل شول.