د نایجریا یوه جومات کې چاودنو ‘لسګونه’ کسان وژلي

په وروستیو څلورو اونیو کې میدوګوري کې ورته یو لړ بریدونو هم د نژدې ۱۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د نایجریا شمال ختیځ میدوګوري ښار په یوه جومات کې دوو چاودنو لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي. عیني شاهدان وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو د پنجشنبې پر ماخوستن پر جومات برید وکړ.

رپوټونه وايي، بریدونه په هغه جومات کې شوي، چې د ښار په مولای سیمه کې پروت دی.

د چاودنې سیمې ته څېرمه د موهتاري احمدو په نامه د یوه سوداګر له خولې ویلي ”په جومات کې ټول خلک ووژل شول. هېڅ یو هم ونه ژغورل شو”.

یوه عیني شاهد ویلي تر چاودنو وروسته یې ۴۲ مړي وګڼل.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.

میدوګوري وړاندې هم د سخت دریځې ”بوکو حرام” ډلې له خوا د مرګونو بریدونو شاهد و.

د نایجریا پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په میدوګوري کې ځانمرګي برید لږترلږه اوه کسان وژلي دي.

پوځ دا هم ویلي، چې په وژل شویو کې څلور ولسي وګړي او درې ځانمرګي بریدګر دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *