په ننګرهار کې د ملیشو جوړول، منفي تبليغات دي
په ننګرهار کې د ملیشو جوړول، منفي تبليغات دي
کندوزی: د امینیت ساتنه د امنیتي ځواکونو دنده ده او خپله دنده به مخکې وړي
د والي پر خبره، د ولسي ملاتړ به د قانون په چوکاټ وي، دوی به سیمې له وسلوالو پاکوي او په بېرته ساتلو کې به يې ورسره ولس مرسته کوي، چې تر ډېره به دا کار هم د محلي پولیسو په چوکاټ وي.
د ننګرهار والي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواګې په دې ولايت کې يو شمېر کسان غواړي ملېشې جوړې کړي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل، دوی کله هم نه غواړي، چې د جګړې له پاره ولس مخکې کړي او د امنیت ساتنه او د ترهګرو د ځپل، د امنیتي ځواکونو دنده ده.
ده وویل: “د امینیت ساتنه د امنیتي ځواکونو دنده ده او خپله دنده به مخکې وړي.”
د والي پر خبره، د ولسي ملاتړ به د قانون په چوکاټ وي، دوی به سیمې له وسلوالو پاکوي او په بېرته ساتلو کې به يې ورسره ولس مرسته کوي، چې تر ډېره به دا کار هم د محلي پولیسو په چوکاټ وي.
د ننګرهار والي دا خبره هم وکړه، چې وسلوالو تبلیعاتو ته زور ورکړی دی، چې موخه یې په خلکو کې وېره خپرول دي.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د امنیتي ځواکونو د لوړ مرال او د هغوی د قوت پر مخالفینو باندې برلاسی وګڼلو.
هغه زیاته کړه، په تېرو څو اونیو کې د وسلوالو تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
قومندان همداراز وویل، چې تېره ورځ يې په مومندرې ولسوالۍ کې یو پاکستانی وسله وال د یو اندازه وسلو سره نیولی دی او همدارنګه يې د غني خېلو په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال هم د وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د شینوارو په یو شمېر نورو ولسوالیو کې به هم ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي
دغو چارواکو وویل، چې د شینوارو په یو شمېر نورو ولسوالیو کې به هم پوځي عملیات ډېر ژر پیل کړي.
هغه مهال چې د ننګرهار د شینوارو په ځېنو ولسوالیو کې د دولت د دوو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې پيل شوې؛ له همدې سیمو په زرګونو زده کوونکي او ښوونکي له خپلو کورنیو سره نورو سیمو ته کډه شول او د ځېنو ښوونځيو دروازې بندې شوې.
خو ویل کېږي، چې د شينوارو په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ګواښونه کړي او له همدې امله د نورو ښوونځيو دروازې هم تړل شوي.
د دې ترڅنګ د اسلامي دولت غړو د ننګرهار په شینوارو کې د طالب او له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو پر تور د دې ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي وژلي دي.
د راپورونو پر اساس د ننګرهار والي سلیم کندوزي د داعش ډلې دغه ډول وژنې د طالبانو او د اسلامي دولت تر منځ خپل منځني نښتو په نامه یادې کړې، خو د شینوارو اوسېدونکو د والي دغه ادعا بې بنسټه بللې وه.دغو چارواکو وویل، چې د شینوارو په یو شمېر نورو ولسوالیو کې به هم پوځي عملیات ډېر ژر پیل کړي.
هغه مهال چې د ننګرهار د شینوارو په ځېنو ولسوالیو کې د دولت د دوو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې پيل شوې؛ له همدې سیمو په زرګونو زده کوونکي او ښوونکي له خپلو کورنیو سره نورو سیمو ته کډه شول او د ځېنو ښوونځيو دروازې بندې شوې.
خو ویل کېږي، چې د شينوارو په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ګواښونه کړي او له همدې امله د نورو ښوونځيو دروازې هم تړل شوي.
د دې ترڅنګ د اسلامي دولت غړو د ننګرهار په شینوارو کې د طالب او له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو پر تور د دې ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي وژلي دي.
د راپورونو پر اساس د ننګرهار والي سلیم کندوزي د داعش ډلې دغه ډول وژنې د طالبانو او د اسلامي دولت تر منځ خپل منځني نښتو په نامه یادې کړې، خو د شینوارو اوسېدونکو د والي دغه ادعا بې بنسټه بللې وه.