په هیواد کې د ملیشو جوړلو د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي

نن په کابل کې د سویل ختیځ زون ولسي شورا د هېواد د اوسني وضیعت، ګواښونو، اندیښنو او دې هر څه ته د حل لارې د موندلو په موخه غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې ګډونوالو پر یوه خوله د افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ اعلان او له ملېشو جوړولو سره مخالفت څرګند کړ.

د دې شورا غړو وویل، چې په دې وروسیتو کې د هېواد په شمال او نورو برخو کې د ناامنیو تر څنګ ځېني تحرکات هم رامنځته شوي، د دوی پر وینا یو شمېر زورواکي او تنظیمي قومندان، چې دا مهال یې قدرت په خطر کې دی؛ خلکو ته وسلی وېشي، چې دا کار به افغانستان د یوې بلې کورنۍ جګړې پر لور یوسي او نظام به وننګوي.

غونډه کې نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل وویل،‍ په داسې حال کې چې په افغانستان کې حکومت، پیاوړی وسله وال ځواک او نظام شته، خو که بیا هم څوګ ډلې ټپلې جوړوي؛ دا کسان د ملی ګټو پر ځای، د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې نن په خوست او ننګرهار ولایتونو کې هم له امنیتي ځواکونو او دولت څخه د ملاتړ په موخه غونډې جوړې شوې. په غونډو کې ګڼ شمېر قومی مشرانو، دینې عالمانو، مدني تولنو او خلکو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو ویل، چمتو دي، چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د وسله والو مخالفینو پر ضد وجنګېږي.

د ننګرهار په غونډه کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وویل، چې دوی به له امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ وسلوالو مخالفینو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکوي.

د سویل ختیځ زون ولسي شورا غړي پر ولسمشر او اجراییه رییس غږ وکړ، چې حکومت باید په دې برخه کې ناغیړي ونه کړي او ډېر ژر دې د هر ډول خوځښتونو او ملېشو جوړولو او وسلو وېشلو مخه ونیسي، چې افغانستان یو ځل بیا تېرو کورنیو جګړو ته ونه ګرځي او حکومت د تېرو حکومتونو پر برخلیک اخته نه شي.

د سویل ختیځ زون ولسي شورا غړو داسې مهال په هېواد کې د ملېشو جوړلو په اړه اندېښنه ښیي، چې په دې وروسیتو کې په ننګرهار، لوګر، تخار او فاریاب ولایتونو کې خلکو له دولته غوښتي وو، چې دوی ته وسلې ورکړي او له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *