امريکا په سوريه کي د داعش پر وړاندي د واشنگټن او مسکو ترمنځ همکاري رد کړه
امريکا په سوريه کي د داعش پر وړاندي د واشنگټن او مسکو ترمنځ همکاري رد کړه
بله خوا روسيي په سوريه کي د امريکا موخي مشکوکي ښودلي ويلي يي دي امريکا له يوه کال راهيسي د داعش پر وراندي هوايي بريدونه تر سره کوي خو پايله يي نه ده روښانه
د امریکا دفاع وزیر(اشتون کارتر) یو ځل بیا په سوریه کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې د روسیې پر بریدونو نیوکه وکړه وویل: د سوریې په هکله د روسیې تګلاره نیمګړې او لنډ مهالې ده نو له دې مخې امریکا نغواړي چې د ترهګرۍ پر وړانډې له روسیې سره یوځای شي.
امریکا وایي: روسیه په سوریه کې د امریکا او عربي هیوادونو تر ملاتړ لاندې پر وسله والو ډلو بریدونه کوي او د مسکو موخه د سوریې دولت پیاوړي کول ده. خو روسیې دا تورونه رد کړي او ددې هیواد د دفاع وزارت ویلي: ددوی ځواکونو د دوه اونۍ په بریدونو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله او دروند زیان رسولی دی او اوس مهال د داعش وسله واله ډله د وسلو له کمښت سره مخ ده.