د ایران پارلمان له لوېدیځ سره اتومي هوکړه تصویب کړه
د ایران پارلمان له لوېدیځ سره اتومي هوکړه تصویب کړه
د ایران پارلمان له لوېدیځ سره د اتومي پروګرام پر سر د تهران هوکړه تصویب کړه.
د پارلمان ۱۶۱ وکیلانو د تایید او ۵۹ د رد رایې ورکړې، خو ۱۳ وکیلانو له رای ورکولو ډډه وکړه.
پر همدې مهال، د ایران پارلمان ټینګار کوي چې نړیوال څارونکي دې د ایران پوځي سیمو ته د ورتګ محدوده اجازه ولري.
له لویو قوتونو سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر هوکړه په تېر جولای کې وشوه، چې په مقابل کې به یې لوېدیځ پر ایران لګول شوي بندیزونه سپکوي.
ایران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.
له لویو لوېدیځو قوتونو سره هوکړه چې د ۱+۵ په نامه یادېږي او(امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، رسویه او جرمني پکې دي) له شاوخوا ۲۰ میاشتو خبرو وروسته وشوه. ایران وايي اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي
خو لاهم ایران او امریکا پر یو او بل کلکې نیوکې کوي.
رپوټونه وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران پارلمان کې د دغې هوکړې د تصویب په اړه لانجمن بحثونه روان وو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ګڼ پرېکړه لیکونه تصویب کړل، چې له ایران نه پکې د یورانیمو د بډایه کولو د بندولو غوښتنه شوې.
که څه هم ایران وايي، د یورانیمو له بډایه کولو په سوله ییزو موخو کې ګټه اخلي، خو لوېدیځ اندېښنه لري چې ایران پرې اتوم بم جوړوي.
پر ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور ځلې د بندیزونو لګولو پرېکړې وکړې، چې له اتومي هڅو یې راوګرځوي.