امريکا او روسيه بايد د سوريي ستونزه د خبرو له لاري هواره او دا هيواد له شنل کيدو وژغوري

د سوريي لپاره دملگرو خانگري استازي استيفن ديمستورا په سوريه کي خبرو ته د ټولو ښکيلو خواوو اړ کولو په برخه کي د امريکا او روسيي رول مهم ښودلی دی خو بله خوا امريکا د بشار اسد مخالفينو ته د پنڅه څلويښتو تنو په کچه پوځي توکي سپارلي دي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي استیفن دیموستورا روسیې ته د سفر پر مهال له دې هیواد او امریکا غوښتي ترڅو په سوریه کې د خبرو له لارې د ستونزو د هواری غوښتنه وکړي او دا هیواد له ستونزو وژغوري.

دمستورا په یوه خبرې ناسته کې ویلي: دهغه ډلو سره مبارزه چې د امنیت شورا له لوري ترهګریزې ښودل شوې لومړیتوب دی خو په سوریه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه هغه مهال شونې ده چې د جنیو د پریکړې په کړۍ کې یو سیاسي نظام رامنځ ته شي.

استیفن دمستورا له روسي چارواکیو سره د خبرو په موخه سوریې ته سفر کړی او له دې وروسته به واشنګټن ته هم سفر وکړي.

ده په جینو کې یوې خبرې ناستې ته د سوریې ستونزې د هواری لپاره د امریکا او روسیې پر رول ټینګار کړی او له دوی څخه یې غوښتي ترڅو دا ستونزه د یوه بل پر مشوره هواره کړي.

له دی سره ده د سوریې په ستوزه کې د یو شمیر هیوادونو رول هم اړین ښودلی ویلي یې دي ددوی له شتون او همکارۍ پرته د سوریې ستونزې هوارول ناشونې بریښي.

استيفن دمستورا ویلي: ” ده ویلي اجازه راکړی چې لومړۍ یې د امریکا او روسیې له خبرو پیل کړو زما په آند دا ډیره اړینه ده له دې وروسته به د سیمه ایزو هیوادونو په لور لاړ شو څرنګه چې د جینو دوهمې ناستې پر مهال په ډې پوه شوو ددوی له مرسته پرته په سوریه کې د جګړې پای ته رسول ناشوني ښکاري.” کليپ ۲

بله خوا امریکا اعلان کړی چې د بشار اسد پر وړاندې وسله والو ته یي پنڅه څلویښت ټنه وسله ورکړې ده هغه وسله والو ته چې د داعش پر وړاندې جنګیږي. امریکایي جنګي الوتکې د سوریې په شمال کې دا توکي کرد او عرب وسله والو ته سپارلي دي او د روقي جبهې ویاند هم ددې خبر پخلی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *