۲۴ ساعته تصفيوي عمليات، ۱۹۰ مخالفين مړه، ۲۴ ټپيان، ۲۳ بنديان دي

۲۴ ساعته تصفيوي عمليات، ۱۹۰ مخالفين مړه، ۲۴ ټپيان، ۲۳ بنديان ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۱۹۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ تنه ټپيان دي او ۲۳ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كاپيسا، غزني، كندهار، زابل، كندوز، تخار، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او ماين چاودنو كې د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *