كاپيسا كې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ۲۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق وويل، وسله والو مخالفينو پرون سهار پر اله ساى ولسوالۍ بريد کړى و او له سيمې څخه يې ګڼ شمېر خلک هم ايستلي وو.

د هغه په وينا، له څو ساعتونو وروسته د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده.

نوموړي زياته كړه، چې په دې جګړه كې د يو قوماندان په ګډون ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونكي وايي، چې په دې جګړه كې له لسو څخه زياتو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو امنيتي چارواکي يوازې د يوې مېرمنې ټپي كېدل مني.

د يادونې وړ ده، چې د اله ساى ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د جګړې له كبله د هېواد مرکز او نورو سيمو ته کوچېدلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *