د حج مراسمو په بيلا بيلو پيښو کي ۴۳ افغان حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د حج او اوقافو وزارت وايي: له دي کسانو څخه ۲۱ تنه يي په طبعي مرگ او دري تنه يي د جرثقيل د غورځيدو په پيښه کي مړه شوي دي. له دي سره دوي ويلي، تر اوسه اته زره حاجيان هيواد ته راگرځيدلي او تر راتلونکو دوه اونيو به ټول حاجيان هيواد ته راستانه شي

د حج او اوقافو وزارت سرپرست داعي الحق عابد، په کابل کې یوې خبرې ناستې ته د روان کال د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د تلفاتو په هکله ویلي:

ښاغلي عابد تر راتلونکو دوه اونیو د تولو حاجیانو له بیرته را ګرځیدو خبر ورکړی دی

د حج او اوقافوسرپرست وزیر د تیرو کلونو په پرتله د روان کال د حج مراسمو بهیر ښه ښودلی ویلي یې دي، په روان کال کې د حاجیانو لګښت لس میلیونه ډالره لږ شوی دی

له دې سره دوی د امنیت نشتون د پرمختیایي بودیجې کمښت او د زور واکانو له لوري ددې وزارت د څلور ویشت زره جریبه ځمکې غضب ددې وزارت له لویو ستونزو څخه ښودلي دي.

اوس مهال په هیواد کې یو سل شپیته زره جوماتونه شتون لري او د حج او اوقافو وزارت وایي: په ډې وزارت کې یواځې څلور زره جوماتونه ثبت شوي اودوی هڅه کوي ترڅو د ثبت شویو جوماتونو شمیره تر پنځوسو زرو ورسوي. له دې سره دې وزارت له ترهګرۍ سره د جوماتونو هر ډول تړاو رد کړی ویلي یې دي چې ترهګري د هیواد له بهره هیواد ته لاره لري.

د شلو زرو عالمانو روزنه د ملا امانو ته د ترفح ورکول د معاشونو ډیرښت   د خطیبانو د شورا رامنځ ته کول او د موذنو ته د روزنې ورکړه ددې وزارت له یوه کلن پلان څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *