د امریکا په اوریگان پوهنتون کې ډزې،لس کسان وژل شوي

له هغه ورسته چې د امریکا متحده ایالاتو د اوریگون ښار په یوه پوهنځي کې یوه وسله وال کس لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل او ٢٠ کسان یی ټپیان کړل جمهورریس اوباما د امریکا د کانگریس څخه غوښتنې چې د وسلو په اړه دی د منطق په اساس یو قانون تصویب کړې   اوباما وویل « په امریکا کې یو وار د وسلو د لاری ډلی ایزه وژني شوي او دی وار د اوریگون په یو ټولنیزپوهنځي کې دا پیښه شوې، خو لکه چې ما د څو میاشتو له مخي ویلې وو ، او له هغه مخکي مو هم څه میاشتې له مخي ویلی وو او هر واره چې مو داسي ډله ایزي وژني ووینو ، زموږ دعاوي او فکرونه بس نه دی

بارک اوباما چې غمجن ښکاریده په سپنې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل د امریکایانو اکثریت چې هغه کسان هم پکښې شامل دي قانوني وسله لري سخت قوانین غواړي. اوباما زیاته کړه«موږ د زمکې په سر یوازینی هیواد نه یو چې داسې کسان لرو چې روحي ناروغي لري او یا چې غواړي نورو ته تاوان ورسوي، خو موږ داسي یو پرمختللی هیواد یو چې دا ډول پښی د هر څو میاشتو ورسته ووینو

اوباما د رایه ورکونکو نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې دا په یاد ولري چې څوک د وسلو د قوانینو ملاتړی دی   او څوک یی مخالفت کوي.

تراوسه لا د اورگون ایلات د روزن برگ اومکوا کالج د پیښې پوره تفصیلات نه دی څرگند او دا هم نه ده معلومه چې په اصل کې په ددی پیښې څومره قربانیان دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *