د امريکا دفاعي چارواکي په افغانستان کي د څیړنو په حال کي دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/09/1BD946D5-1FA7-41FE-86CD-7DB86C04C314_cx0_cy7_cw0_mw1024_s_n_r1.jpg)
د امريکا دفاعي چارواکي په افغانستان کي د څیړنو په حال کي دي ددي څیړني له مخي کيدای شي له دوه زره شپارسم کال وروسته هم په زرگونه امريکايي سرتيري په افغانستان کي پاتي شي
د مالوماتي سرچینو د مالوماتو له مخې په افغاسنتان کې د بهرنیو ځواکونو مشر جان کمپل د افغانستان د حالاتو په هکله پنځه ډول تګلارې پنټاګون او د ناټو مرکز بروکسل ته استولې دي. د روسیې د اسپوتنیک خبري آژآنس د ریپوټ له مخې دا تګلارې اتو زرو ته د امریکايي سرتیرو د شمیرې د را ټیټولو، تر نیمایي ددې ځواکونو کمښت او تر څو سوو د سرتیرو شمیرې ته د امریکاي ځواکونو د لږولو او د اوسنۍ تګلارې په هکله دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ښاغلي غني سره په لیدنه کې ویلي وو چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې یوآځې نهه زره اته سوه امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. ددې ریپوټ له مخې: له عراقه په دوه زره یولسم کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ددې هیواد امنیتي حالاتو او د داعش پرمختګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو بده اغیزه کړې ده. خو دا په داسې حال کې ده چې د ډيریو کارپوهانو په آند له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د ترهګری پر وړاندې د امریکا او ناټو جګړې نه یواځې چې کومه ګټه نه درلوده بلکې په څینو برخو کې د ترهګری لمن د ورځې په تيریدو سره پراخیږي او د ناامنیو کچه لوړیږي.