د باميانو ولايت د کچاليو بيه په روان کال ترټول ټيټې کچي ته رسيدلي
د باميانو ولايت د کچاليو بيه په روان کال ترټول ټيټې کچي ته رسيدلي او ويل کيږي چي کروندگر به په ميليونونه افغانۍ زيان وکړي
باميان د هيواد په کچه د کچاليو کر لپاره شه ولايت دی او په روان کال کې د يوه من کچاليو بيه يي له يوسل څلويښتو څخه پنځوسو افغانيو ته راټیټه شوې
د بامیانو ولایت د کچالو محصولات ددې ولایت له ښو خوراکي توکیو څخه شمیرل کیږي او ددې ولایت اوسیدونکی ډير صادرات هم همدا کچالو دي. د بامیانو کچالو نه یواځې چې د هیواد بیلا بیلو ولایتونو بلکې پاکستان او تاجکستان ته هم صادریږي خو په روان کال کې د کچالیو بیه د تیر کال په پرتله له نیمایي هم را ټیته شوې ده نو له دې مخې ددې ولایت کروندګر او د کرهنې مسولین کچالیو ته د بازار موندې په لټه کې دي. په بامیانو کې په همدي موخه د کرندګرو او مسولینو په ګډون په ناسته کې د کچالیو لپاره د بازار موندې په هکله خبرې شوې دي.
کروندګر وایی سږ کال د یو من کچالیو بیه پنځوسو افغانیو ته را ټیته شوې ده او سوداګر هم ددې کرهنیزو محصولاتو پیرودلو ته زړه نه ښه کوي دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د یو من کچالیو بیه تر یوسل څلویښتو افغانیو رسیده
د بامیانو ولایت دکرهنې ریاست سلاکار عبداللطیف روشن وایی په منځنی کچه هر کال د بامیانو ولایت د کچالیو بیه تر یو سل پنځوسو میلیونو افغانیو رسیده او په روان کال کې به کروندګر دریش میلیونه زیان وګالي.