په لبنان کي يو ځل بيا لاريونونو ته زور ورکړل شوی دی لاريون کونکو «بوي مو پورته شوی» تر شعار لاندي د چاپيريال ساتني اوله فساد سره د مبارزي وزير د گوښه کولو غوښتنه وکړه. دوی حکومت ته خبرداری ورکړی که چيرې تر دريو ورځو ددوی غوښتني ونه منل شي د لاريون لمن به تر ډيره پراخه کړي

د لبنان په پلازمینه د بیروت په ښار کې له څو اونیو راهیسې لاریونونه روان دي او د لاریون په لړ کې د حکومت پر کمزورتیا نیوکې کوي دوی د کثافات دانیو را ټولو برښنا او څښلو اوبو پر کمښت نیوکه کړې ده او په دې موخه تیره ورځ هم پراخ لاریونونه تر سره شوي دي. ددې لاریونونو په لاره اچونکي مسولین وایي: په ډې وروستي لاریون کې څلویښت زره کسانو ګډون کړی وو خو پولیسو یې شمیره له دې ډيره لږه ښودلې ده.

د حکومت استعفی، له دندې د پارلمان غړیو لاس اخستل، له فساد سره مبارزه او د کثافات دانیو راټولول د لاریون کونکو له اصلي غوښتنو څخه شمیرل کیږي. دوی خبرداری ورکړی که چیرې حکومت تر دریو ورځو ددوی غوښتنې ونه مني په پراخه توګه به په لاریونونو لاس پورې کړي.

سمير صالح ویلي: ” مونږ په ټولیزه توګه د خلکو د حقونو لپاره دلته سره را ټول شوي یو او غواړو ترڅو فاسد حکومت او فاسد سیستم ته بدلون ورکړو مونږ په ټیټه کچه مدني حقونه غواړو.”

ويسام ویلي: ” زمونږ بیرنۍ غوښتنه د کثافت دانیو په برخه کې ده کثافت دانی باید له کوڅو ټولې کړل شي له دې وروسته مونږ په لویو مسایلو خبرې کوو.”

دا لاریونونه تیره شپه د سولې په ډګر کې له هغه وروسته خاوره شول کله چې لاریون کونکو کثافت دانیو ته اور ورته کړ او پولیسو پر دوی برید پیل کړ

تیره اونی هم په بیروت کې ورته لاریونونه تر سره شوی وو او پولیسو په لسګونه لاریون کونکي نیولي دي لبنان اوس مهال له ناخوالو او سیاسي ستونزو سره مخ دی اوله یوه کال راهیسې ولسمشر نه دی لیدلی. د تیرې ورځې لاریون د «بوی مو لوړ شو» تر شعار لاندې تر سره شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *