د سوریی د ستونزو هواری لپاره هحی پیل شوی د ایران ، سوریه ، او عربستان بهرنیو چارو وزیرانو عمان ته سفر درلود او د ایران بهرنیو چارو وزیر د سوریی سولی کرنلاره ملگرو ملتونو سازمان ته و سپارله ایران وویل چی د دی کرنلاری جزیات نه خپاره کیژی او هرحه په رسنیو کی د سوریی سولی په اره راغلی دی سم نشی کیدای د ایران بهرنیو چارو وزیر وویل چی د سوریی د سولی کرنلاری جزیات نه په داگه کول په دی مانا دی چی تر دی وراندی کرنلاری د رسنی کیدو له امله د له هوکری وراندی دیپلمات ماتی و خورله

د امریکا بهرنیو چار وزیر هم تیره اونی په قاهر او وروسته په دوحه کی وه ترحو د روسیی او عربستان بهرنیو چارو وزیرانو سره د سوریی کرکیچ د حل په موخه خبری اتری وکری رشتیا دا دی چی په سوریه شکیلی خواوی نه دی توانیدلی چی یو بل ته ماتی ورکری نه اسد د مخالفینو ماتولو توان لری او نه مخالفین د اسد حپلو مخه وینی دواروی خوای پیاوری دی او د توان دغه اندول به د خبرو اترو ته لار هواری کری .

خو روسیه اوس هم د اسد پر قدرت باندی تنیگار کوی مسکو ویلی دی چی داسی ورح به را ورسیژی چی تول عربی هیوادونه به دوعا وکری او اسد به په واک کی پاتی شی د مسکو دغه حرگندونی د عربی هیوادونو تند غبرگونونه درلودل عربستان اوس هم اسد په واک کی نه غواری او د بل لوری د اسد پلویانو ته په کتو سره د ورستی کرنلاری په اره کوم خاص ملاتر نه دی اعلان کری

راپورونه ورکرل شوی دی چی سعودی عربیستان د قاهری کرنلاری ته په شه سترگه نه دی کتلی د قاهری د وراندیزیونو پر بنست چی رسنیو ته یی لار پیدا کری ده تاکل شوی ده چی په یوه انتقالی پراو کی په واک کی پاتی شی خو چی سراسری تاکنی چی ترسره کیژی نوماند کیژی چی دغه موع د اسید پلویان او مخالفین راضی کوی

ایران عربي هیوادونو ته د همکاری وړاندیز کړی دی او ددې هیواد بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي په همکاری سره په سیمه کې نارامیو ته د پای ټکی ایښودی شو ځکه ناامني پولې نه پیژني او ګواښ یې کړی چې د د ناامنۍ لمن ټولو سیمو ته خوریدی شي.

په دې کې تر اوسه د سوریې په هکله د ترکیې دریځ نه دی روښانه. انقره په دې ورځو کې د کردانو په ځپلو بوخته ده. اردوغان هم پر ترکي او هم پر سورییې کردانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی خو په عملي توګه د سوریې په خاوره کې د کرد میشتو سیمې بمبار کويږ

د سوریې جګړه او په دې جګړه کې د اردوغان رول د کردانو له اړخه یې د ترکیې امنیت تر ګواښ لاندې راوستلی دی.

کردان د سیاست او ټاکنو په ډګر کې بریالی شوي دي. دوی وکولای شول د ترکانو دیارلس سلنه رایې تر لاسه کړې دي او لومړي ځل لپاره یو کردي ګوند له سلو لس سلنه رایې تر لاسه کړې دي او د ترکیې پارلمان ته یې لاره پیدا کړې ده.

اردوغان د سیاست او ټاکنو په ډګر کې اردوغان ته ماته ورکړې او ځینې کردان وایي پر دوی وروستی برید د سیاست او ټاکنو په ډګر کې د اردوغان ته د ماتې ورکول پر وړاندې تر سره شوي دي.

په هرصورت له دې سره چې ترکیې د کردانو لپاره په زګونه جنګیالي روزلي دي او په ډې هیواد کې یې له وسله والو ډلو ملاتړ کړی دی د مسکو او انقرې ترمنځ ستونزې هم کولای شي د سوریې په برخه کې د ترکانو د ځنډې کولو یوه برخه وي. مسکو تیره اونۍ د اردوغان پر وړاندې تر ټولو زغزده الفاظ کارولي دي.

د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټولو دیپلوماتیکي لارو او تړون لیکونو پر خلاف په خپله دوی د ترکیې سفیر ورغوښتی وو او خبرداری یې ورکړ که چیرې اردوغان د داعش له ملاتړه لاس وانخیست نو دوی به په ډيرې بیړې سره له انقرې سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې پویتن د ترکیې سفیر ته ویلي وو خپل دیکتاتور ولسمشر ته ووایه چې د داعش له ترهګرو سره دوزخ ته لاړ شه او زه به روسیه د ترکیې لپاره په لوی استالینګراد بدله کړم او د اردوغان عربي ملاتړې د هیلتر څخه بد تره نه دي.

په ډې لیدنه کې د ترکیې سفیر د پوتین ټول ګواښونه رد کړي او مسکویي په سوریه کې د کورنۍ جګړې په پلویتوب تورن کړ. مسکو ټایمز لیکلي چې پوتین د ترکیې سفیر ته ویلي ستاسو ریس ډير ریاکاره دی له یوې خوا له دیموکراسیه پلویتوب کوي او په مصر کې پوځي کودتاتر پوښتنې لاندې راولي او له بل لوري په سوریه کې د ولسمشر د پرځولو لپاره له ترهګرو ملاتړ کوي.

پوتین زیاته کړې: مسکو به هیڅ کله د اسد له مشروع حکومته لاس وانخلي او په دې هیواد کې د ستونزو د هواری لپآره به له خپلو ملګرو سره په ګډه کار وکړي له دې داسې ښکاري چې په سوریه کې د ترکیې د رول کچه ټیټه شوې ده مګر دا چې په راتلونکې کې ترکیې ته هم ځای ځایګی په پآم کې ونیول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *