د انګلستان د محافظه کاره ګوند د استازي له لوري د داعش د تیلو پلورولو دلالي

له انټر نیټ او ټولنیزو شبکو څخه د خپرو شویو مالوماتو او همدارنګه د بي بي سي ټولویزیوني شبکي د خبریال «ژیارګل» چې په سوریه او عراق کې د نفتو کار پوه همدارنګه عراقي الاصل یهودي ناظم زهاوي(Nadhim Zahawi) له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د انګلستان په پآرلمان کې د محافظه کاره ګون غړی د داعش تر واک لاندې د سیمو په تیلو کې لاس لري. زهاوي چې په میلیونر پیژڼدل شوی د یوه نفتي لوی شرکت ‘Genel Energy’ ونډه وال دی او تیر کال یې اروپآیي هیوادونو او اسرایلي رژیم ته د تیلو د دلالی له امله لویه شتمني تر لاسه کړې ده.

د انګلستان پآرلمان د کردي یهودیانو دې استازي پّ ټیټه بیه نفت (له۱۲ تر ۳۰ ډالره) له داعشه پیریدلي دي. ددې خبر په خپریدو سره د نفتو نورو سوداګرو له لوري د نفتو بیې ته بیا کتنه کړې. د امریکا د مالیې وزیر او د ترهګری پر وړاندطد مالوماتو او ادارې مرستیال «ډیویډکوهن» په موقوفه کارګي کې ویلي وو: « هغه دلالان چې د ترکیې له کردستان او داعش څخه نفت پیري» له دې سره پّ عراق کې د اروپآیي ټولنې استازي «یانا هیباسکووا» د اروپا بهرنیو چارو پّ کمیټه کې وویل: «داروپایي ټولنېیو شمیر غړیو هیوادونو له داعش څخه تیل پّ ارزانه پیه اخستي دي او د ترکیې او کردستان له لاریو یو خپلو هیوادونو ته استوي دي». د امریکا بهرنیو چارو وزیر «جان کري» هم دامریکا ولسي جرګېد بهرنیو اړیکو په جرګه ګی کې ویلي: « داعش د یو شمیر هیوادونو لکه د ترکیې له لارې تیل پلوري». د روسیې فدرال د امنیت ریس «الکساندر بوتنیکوف» د قزاقستان په پلازمینه کې د ګډو ګټو هیوادونو په ناسته کې وویل؛ په منځني ختیځ کې د تیلو تور بازار دداعش له اصلي مالي سرچینو څخه شمیرل کیږي او یو شمیر اروپایي هیوادونه ددې تیلو له اصلي پیرودونکو څخه شمیرل کیږي.

له دې سره د ډیلي تلګراف ورځپاڼې لیکلي وو، د داعش وسله واله ډله هر ورځ یو میلیونه ډالره پر کرد سوداګرو د تیلو له خوا عواید تر لاسه کوي. د پآم وړ ټکی دادی چې ناظم زهاوي له دې سره چې د داعش له لوري د پلورل شویو تیلو لپاره دلالي کوي او د داعش وسله والې ډلې ته د مالي سرچینو لاره په ښه توګه پرانیزي ده له دې لارې چې چاته دا نه ده په ډاګه شوي چې ده دا شتمني له کومه کړه د انګلیس پارلمان ته یي لاره پیدا کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *