له اداري فساد سره مبارزه ناکامه ده

له اداري فساد سره مبارزه د پخلايني وروسته د حکومت د پام ور شعار دي خو دي بهير هم روشانه نتيجه نه درلوده بلکي له بده بدتره شوي دي

کار پوهان وايي اداري فساد په هيواد کي جورشت دي او تر خو چي حکومت يي پر وراندي ريشتيني کوتلي گامونه پورته نکري ددي شکارندي د کمشت هيلي بيخايه دي دوي قوانينو ته بيا کتنه   د قانونو په پلي کولو کي يوالي   فاسدو کسانو ته سزا ورکونه او د خلکو گدون د فساد د جررو په له منخه ورولو کي گتور تکي بولي

د شیکاګو او شانګهای له ناستو وروسته په افغانستان کې د اداري فساد له منځه وړل د حکومت له اصلي او لومړنیو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي د ملي یوالي حکومت هم له دې ښکارندې سره مبارزه خپله دنده ښودلې خو نه یواځې چې د فساد کچه نه ده ټیټه شوې بلکې لوړه شوې هم ده.

د کار پوهانو په آند اداري فساد په هیوا کې یو جوړښت دی او اوږدې جرړې لري چې رسني کولو یي دې برخې ته ګټه رسولې خو په حکومت کې یي د فساد اصلي جوړښت ته زیان نه دی رسولی.

دفساد پر وړاندې د مبارزې په موخه بیلا بیلې ادارې او بنسټونه رامنځ ته شوي خو په دې برخه کې یې هیڅ ډول ګټه نه ده رسولې.

کار پوهان دفساد د ډیرښت لاملونه د قانون نه پلي کیدلو پیژندنې او واسطو د ا داري فساد لمن تر ډیره پراخه کړې او ترهغې چې له دې ښکارندې سره مبارزه ونشي د فساد کچه به هم ټیته نشي.

اداري فساد د حکومت له لوړ پوړیو چارواکیو را پیل شوی، په پخواني او اوسنې حکومتونو کې تورن کسان په لویو دندو ګمار شوي دي او د حکومت له اصلي چارواکیو څخه شمیرل کیږي.

په کابل بانک کې فساد، د کندهار سپین بولدک د افغانستان بانک له ځانګې د پیسو ورکیدل، د ولسي جرګې شپږو او د ولسي جرګې د اوو غړیو تورنیدل، د ملي دفاع وزارت په تړون لیکونو کې درغلي د پوهنې په وزارت کې په میلیونو اختلاس او د روغتیا وزارت د مسولینو درغلي د فساد له لویو دوسیو څخه شمیرل کیږي. ولسمشر اشرف غني د خپل کار په لومړیو ورځو د هیواد قضایي اداره په فساد ککړه وښوده خلک هم د قضایی او نورو ادارو د فساد په نیشونو چیچل شوي دي او د دې ښکارندې پر وړاندې یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *