له آی ایس آی سره د هوکړې لاسلیک کونکي باید ځواب ورکړي

ولسي جرگه له هغه کسانو ځخه د ډيرو مالوماتو غوښتونکي ده کوم چي له پاکستان سره يي امنيتي هوکړه لاسليک کړې ده

دوي وايي، له دي سره چي په دي هکله د دولتي چاراکيو ترمنځ اختلافات شتون لري مسولينو په کومي موخي دا هوکړه لاسليک کړې

د خلکو استازي د ملي يوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات ددي هوکړي د لاسليک لامل بولي

له دې سره چې تیره ورځ د ملي امنیت ریس وویل: له پاکستان سره امنیتي هوکړه دوی نه ده لاسلیک کړې او د پلي کیدو لپاره ډيرې څیړنې ته اړتیا لري، خو د دفاع، کورني امنیت او نړیوالو چارو جرګه ګۍ وایي، دا هوکره د افغانستان او پاکستان امنیتي مرستیالانو لاسلیک کړې ده.

په دې هکله دوه ډوله څرګندونې د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو ښکارندویي کوي. د ولسي جرګې غړیو هم وویل: له دې سره چې د حکومت مشران د هوکړې په هکله کوم نظر نلري، نو کومو کسانو او په کومه موخه دا هوکړه لاسلیک کړې ده؟ دوی وایي: د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت ریس د په دې هکله ولسي جرګې ته ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې په آند د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات، اقتصادي بې ثباتي او پر حکومت د خلکو بې باوري ددې لاسلیک لاملونه دي.

یو شمیر استازي وایي: ددې هوکړې لاسلیک کونکي باید محاکمه شي.

د ولسي جرګې ریس وویل: په دې هوکړه کې ځینې تیروتنې شوې او حکومت یي پروړاندې باید د څیرکتیا له مخې ګام پورته کړي. ابراهیمي د ملي یوالي حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه وویل: ددې هوکړې له لاسلیک مخکې باید دوی له خلکو سره مشوره کړې وی خو په خواشینۍ سره چې دا کار ونشو.

د ولسي جرګې ریس زیاته کړه: د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت ریس ولسي جرګې ته ورغواړي ترڅو په دې هکله مالومات ورکړي او له دې مالوماتو وروسته به ولسي جرګه ددې هوکړې په هکله خپله پریکړه وکړي.

له پاکستان سره امینتي هوکړه کابل ته د نواز شریف د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو د خارګرو ادارو د مرستیالانو له لوري لاسلیک شوې ده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *