د فارس خلیج عربي هیوادونه د یمن پر مسالې غونډه کوي

د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د سې شنبه په ورځ د کوربه هېواد ترڅنګ د بحرین، کویت، عمان، قطر او متحد عربي اماراتو مشران د یمن مساله څیړي.

دغې سرمشریزې ته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ هم وربلل شوی دی او ویل کیږي چې د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې به د تهران او نړېوالو د موافقې پر موضوع هم خبرې وشي.

د عربستان په مرکز ریاض کې د غونډې د اجنډا په سر کې یې د یمن موضوع شامله ده.

په دې غونډه کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم برخه اخلي.

د خلیج د مشرانو غونډه یوه اونۍ مخکې تر دې جوړیږي چې ټاکل شوې ده دغه مشران په کامپ دیویډ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

فرانسوا اولاند تیره ورځ ریاض ته ورسید او د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره یې د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د خلیج د هیوادو غونډې چې له ۱۹۸۱ کال راهیسې جوړیږي دا لومړی ځل دی چې پکې د یوه غربي هیواد مشر ګډون کوي.

ویل کیږي چې د یمن د موضوع ترڅنګ به د ریاض په غونډه کې له ایران سره د ا ټومي پروګرام د موافقې مساله وڅيړل شي.

ټاکل شوې ده چې د راروانې میلادي میاشتې تر دیرشمې له ایران سره د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني داسې موافقه وکړي چې ایران خپل اټومي فعالیتونه کم کړي او نړیوال پر ایران یو شمیر لګیدلي بندیزونه لري کړي.

د خلیج د عربي هیوادو مشران دا اندیښنه لري چې ایران به له نړویوالو سره تر موافقې وروسته هم دا توان پیدا کړي چې اټومي وسلې جوړې کړي. تهران بیا دا تورونه ردوي چې د اټومي وسلو د جوړیدو هڅې کوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري بیا سبا او بل سبا د عربستان له چارواکو سره وګوري.

امریکا غواړي چې پر یمن بمباري چې له نژدې یوې نیمې میاشتې راهیسې روانه ده د بشري مرستو د ترسره کیدو لپاره ودرول شي. د عربستان د بهرنیو چارو نوی وزیر عادل الجبیر هم ویلي دي چې ایتلافي ځواکونه چمتو دي چې یو اوربند وشي تر څو بشري مرستې انتقال شي.

خو په عین وخت کې له یو شمیر هیوادو د پلیو پوځیانو غوښتنه کړې ده.

فرانس پریس اژانس خبر ورکوي چې سینګال له سعودي عربستان سره ژمنه کړې ده چې ۲۱۰۰ عسکر د یمن د جګړې لپاره دغه هیواد ته واستوي.

د سینګال د بهرنیو چارو وزیر مانکیور ندیایي وویل چې دا پوځیان د ریاض په غوښتنه استوي، خو په دې برخه کې چې کله به دا عسکر هلته رسیږي د سینګال د بهرنیو چارو وزیر توضیحات ورنه کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *