ملي امنیت په نمیروز کې د چاودېدونکو موادو یو پټنځای تر لاسه کړ
ملي امنیت په نمیروز کې د چاودېدونکو موادو یو پټنځای تر لاسه کړ
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په نیمروز کې یې د چاودیدونکو موادو یو پټنځای کشف او نیولی دی.
د دې ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي چې د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې له دې پټنځای نه پنځه څلویښت کیلوګرامه چاودیدونکي مواد، دیارلس عدده انفجار ورکونکي کپسولونه او د ماینونو؛ څو ریموټ کنټروله تر لاسه شوي دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې امنیتي منسوبینو د اوراګان درې فیره مرمۍ کشف او شنډ کړي دي.