د بغلان ولايت په نښتو کي تر اوسه 35 وسله وال مخالفين وژل شوي دي
د بغلان ولايت په نښتو کي تر اوسه ۳۵ وسله وال مخالفين وژل شوي دي
خو بله خوا وسله وال طالبان بيا وايي، چي د ملي اردو ديارلس سرتيري يي وژلي او نهه امنيتي پوستي يي نيولي دي. د بغلان امنيه قومنداني دا شاتگ تکتيکي بولي
د هیواد په شمالي سیمو کې نښتو ته زور ورکړل شوی او اوس مهال د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، دهنه غوري او د پلخمري د ډنډ غوري په سیمه کې د امینتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده او تر اوسه په دې ولایت کې امینتي ځواکونو نهه پوستې له لاسه ورکړې دي. د بغلان امینې قومندان امین الله امرخیل ویلي د پولیسو شاتګ تکتیکي دی او د بغلان له مرکز څخه مرسته کونکي ځواکونه سیمې ته رسیدلی او اوس په جګړه کې دوی بر لاسي دي او له وسله والو څخه یي څلور پوستې بیرته نیولې دي.
د ښاغلي امر خیل په وینا: په دې بریدونو کې تر اوسه د دولت ۳۵ وسله وال وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
پّ داسې حال کې چې په دې جګړه کې امینتي مسولین او وسله وال مخالفین یوه بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، د ولایتي شورا ریس په دې جګړه کې پولیس ګرم بولي او له دولت څخه یي غوښتي ترڅو د دوی پر جوړښت بیا کتنه وکړي.
د طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) وایي په مرکزي بغلان کې دیارلس پولیس سرتیري وژل شوي او لس امنیتي پوستې د دوی لاسته ورغلې دي.
بله خوا د ولایتي شورا ریس په دې ولایت کې د وسله والو پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو له چمتوالي هم خبر ورکړی ویلي یي ولسي ځواک غواړي ترڅو له امنیتي سرتیرو سره مرسته وکړي. ده ویلي ددې کسانو مشري پخواني جهادي قومندانان کوي.