د سولې عالي شورا وایي چې یو لوړپوړی پلاوی یې قطرته له وسله والو مخالفینو سره د سولې د لومړنیو خبرو په موخه قطرته استولی.

د دغې شورا یوه مرستیال مولوي عطاالله لودین ویلي،چې دغه پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو د وسله والو طالبانو له استازو سره ګوري.

د لودین په وینا ټاکل شوې،چې دغه پلاوی په قطرکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له استازو سره هم وګوري.

د سولې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد بیا ویلي،چې دغه پلاوی د افغان دولت رسمي استازیتوب نه کوي.

د سرچینې په وینا دغه پلاوی د ملګرو ملتونو د یوه دفتر په نوښت د سولې په اړه په یوه جوړیدونکي کنفرانس کې برخه اخلي.

د وسله والو طالبانو سرچینو ویلي،چې په کنفرانس کې برخه اخلي خو د سولې په اړه خبرې نه کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *