اشرف غنی له آیت الله خامنه ای سره لیدلي دي

د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو ټنیګار شوی دی

د ولسمشر غني او ايران مشر آيت الله خامنه اي ترمنځ په ليدنه کي د دو اړو هيوادونو له کلتوري، انساني او طبعي زيرمو څخه د دواړو هيوادونو د همکاری کچي د لوړو الي په برخه کي د کاراخستني ټينگار شوی دی. ښاغلي غني د افغانستان سياسي تگلاره د دوارو اړخونو د اړيکو د تينگښت له مخي ښودلې ده

ولسمشر ایران ته د سفر پر مهال ددې هیواد له چارواکیو سره د لیدنو په لړ کې تیره ورځ ددې هیواد له مشر ایت الله خامنه ای سره لیدلي دي. د ایران لارښود د سیمی حا لاتو ته په نغوتې سره ویلي: د امریکا په ګدون یو شمیر هیوادونه د افغانستان د ظرفیت په هلکه مالومات نلري او د دواړو هیوادونو د نږدې والي غوښتونکي نه دي، خو ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ بولي.

له دې سره آیت الله خامنه ایي د افغانستان ایران ترمنځ پراخو کلتوري او تاریخي اړیکو ته نغوته کړې، د فارسي ژبې اواسلامي معارف د ودې په برخه کې د افغانی عالمانو رول ډیر مهم ښودلی دی. ده زیاته کړې: له دې سربیره چې افغانستان په لویه پیمانه کلتوري او انساني سرچینې لري، ډیرې طبعي زیرمې هم لري چې باید له دې ظرفیتونو څخه د دواړو هیوادونو د اړیکو په ټینګښت کې ګټه واخستل شي.

د ایران مشر په علمي، کلتوري، فناوري او ځینې نورو برخو کې پرمختګ د دواړو هیوادونو د ودې لپاره ګټور ښودلې ویلي یي دي: د دواړو هیوادونو ترمنځ ځينې مسایل لکه کډوال، اوبه، لیږد رالیږد او امنیت ټول د حلیدونکي دي او باید دې مسایلو ته د مهال ویش له مخې په ښه توګه رسیدنه وشي.

آیت الله خامنه اي د ا فغانانو عالی ذکاوت او پوهې او وړتیا ته په نغوتې سره ویلي، چې هغه ځوانان به د افغانستان په رغاونه کې خپل مهم رول ولوبوي کوم چې په زدکړو بوخت دي او یا یي تر لاسه کړې دي.

ولسمشر اشرف غني هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اوږدو تاریخي اړیکو ته په نغوتې سره ویلي. مونږ غواړي افغاسنتان په سیمه کې په ترانزیتي لاره بدل کړو او خپله پخوانۍ هویت چې د سیمې څلور لارې په توګه یادیدو بیرته تر لاسه کړو.

دوی له دې سربیره چې افغانستان او ایران له ګډو ګټو او ګواښونو سره مخ دي وویل: د افغانستان سیاسي هوډ ته د دواړو هیوادونو د اریکو له مخې سمون ورکړل شوی دی او باید د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډوګټو او همکاریوته زور ورکړل شي.

دوی د افغانستان د سیاست موخې په سیمه کې دپه همکاری او نږدې والي د نښتو او سیالیو بدلول وښودې او ددواړوړ هیوادونو پّ اړیکو کې ستونزو لکه: ترهګري، نشه یي توکي، کډوال اوپوله ایزو اوبو پر هواری ټینګار وکړاو دا ستونزې به ددې سفر پر مهال د مهال ویش له مخې هوارې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *