ملګري ملتونه وایي د یمن د جګړې له پیله تراوسه پورې ۱۲۰ زره تنه له دغه هېواد څخه کډوالیدو ته اړشوي دی.

د دغې ټولنې د کډوالو څانګې په یوه تازه راپورکې ویلي،چې د یمن له کډوالو سره باید بېړنۍ مرستې وشي.

ویل شوي شبوه،ضالع،عدن،صنعا،صعده،عمران،مارب او اب در هغه سیمې دي،چې جګړه پکې زیاته او زیات خلک له دې کبله کډوال شوي دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي وسله والو دغه جګړه د یمن د ولسمشر منصورهادي واکمني نسکوره کړې او هغه یې تېښتې ته اړویستی.

سعودي ته هم حوثي وسله والو ګواښونه کړي،چې په غبرګون کې یې ګڼو اسلامي هېوادونو د سعودي ملاتړ کړی.

پاکستان په هغو هېوادونو کې دی،چې د ایران په اشاره یې د سعودي له ملاتړه لاس اخیستی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *