د تیر کال په پرتله د دولت وسله والو مخالفینو تلفات ۸۵ سلنه لوړ شوي دي

د کورنیوچارو وزارت وايي چې د وسله والو مخالفینو تلفاتوکې د تیرکال په پرتله ۸۵ فیصده زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوخبري غونډې ته وویل چې د پوځي عملیاتو د زیاتیدو په اړه کار روان دی او افغان ځواکونه خپل پرمختک ته په تعرضي ډول دوام ورکوي:

’’د تیرکال په پرتله د دښمن په تلفاتو کې ۸۵ فیصده زیاتوالي راغلی او دوي چې په هرنوم او هرهویت چې په افغانستان کې فعالیت وکړي د افغانستان د خلکو له شدید مقاومت سره مخامخیږي.″

ښاغلي صدیقي د لویو لارو د امنیت په اړه داډ ورکړ او زیاته کړه چې د افغانستان هیڅ یوه ولسوالۍ هم د خطر له سقوط سره مخامخ نه ده.

د کورنیو چارو وزارت دا خبري په داسې حال کوي چې په زیاتو ولایتونو کې د نا امنیو په اړه راپورنه ورکول کیږي.

خو طالب وسله والو د خپلو ملګرو د تلفات د زیاتوالي په اړه کومه تبصره نه ده کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *