دتونس هیواد په سویل کې نهه تنه ترهګر وژل شوي دي
دتونس هیواد په سویل کې نهه تنه ترهګر وژل شوي دي
د تونس امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هیواد په سویل کې یې د تروریزم ضد ځانګړو عملیاتو کې نهه تنه وسله وال وژلي دي.
د تونس د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې دا عملیات د دې هېواد پر ملي موزیم له تروریستي حملې وروسته چې لږترلږه یوویشت تنه په کې ووژل شول؛ د تروریستي وګړو د فعالیت د مخنیوي لپاره پيل شوي دي.
داسې ګڼل کیږي چې په دې حمله کې په نښه شوي تروریستان د عقبه ابن نافع په نوم د افراطي ډلې غړي دي چې د تونس پر ملي موزیم په حمله کې یې هم لاس درلود.
په تونس کې د بردو په نوم ملي موزیم باندې د حملې مسوولیت د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې اخیستی دی.