د کابل په چاودنه کې د څلورو تنو مرګ ژوبله
د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزه کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې دغه پیښه نن د لیندۍ په« ۲۳ »نیټه سهار د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د پروان هوټل ته نږدې رامننځ ته شوې .
د کابل پولیس د دې پیښې د تاید سربیره وایې دغه چاودنه په یوه زرې لنډکروزر موټر د نښلول شوي ماین له امله وه .
د پولیسو ځینې مسولین وایې، په دې چاودنه کې په موټر کې له ناستو کسانو څخه دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
تصویرونو کې هم ښکاري ، چې دغه تور لنډکروزر موټر اور اخیستی او ډیره برخه یې له منځه تلې ده .
عیني شاهدانو هم ویلي ، چې په یاد موټر کې ناست څلور تنه د امبولانس په وسیله انتقال شوي دي .
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .
د کابل ښار تیره ورځ د خیرخانې له سیمې څخه د راکټي بریدونو شاهد وو ، چې د لسو راکټي بریدونو په پایله کې یوتن و وژل شو او دوه تنه ټپيان شول.