د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې،اسمان کلي، ملا نور کلي او یو شمېر نورو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د محاربوي فعالیت په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي،۷ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، همدا راز یومیل دهشکه، یوعراده موټراو اووه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه لمنځه وړل شوي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان دی اوښتی .
وسله والو طالانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.