ننګرهار کې د ۲۴ وسله وال وژل شوي دي

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې،اسمان کلي، ملا نور کلي او یو شمېر نورو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د محاربوي فعالیت په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي،۷ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي،  همدا راز یومیل دهشکه،  یوعراده موټراو اووه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه لمنځه وړل شوي.

په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان دی اوښتی .

وسله والو طالانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *