د بشري حقوقو څخه د ملاتړ یو شمېر نهادونو د اسټرالیا د لوړ رتبه چارواکو څخه په یوه لیک کې په افغانستان کې ددغه هېواد د سرتیرو د ناوړه چلند د ادعا په اړه د تحقیقاتو د پایلو د خپریدو غوښتنه کړې ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه لیک ۲۵ اسټرالیایي،افغاني او نړیوالو سازمانونو او نهادونو چمتو او ترتیب کړی او د استرالیایي چارواکو په اختیار کې یې ورکړی دی.
د بي بي سي په راپور کې راغلي دي چې دغه سازمانونو په لیک کې لیکلي دي؛له هغه څیړنو څخه چې د استرالیا دفاع وزارت ددغه هېواد د ځواکونو د بد چلند د ادعاوو په اړه چې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې ترسره کړی خبر دي او ددغه څیړنو د غیرمحرمو برخو د خپریدو غوښتنه کوي.
د دغه لیک په خپریدو کې د بخښنې نړیوال سازمان،د عدالت نړیوال سازمان،د کوچنیانو د ساتنې سازمان،د اروپا د بشري حقوقو مرکز،د بشري حقوقو څو استرالیایي نهادونو او د «په افغانستان کې د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې»په نوم د بشري حقوقو ۱۹ نهادونه مهم رول لري.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو ناوړه چلند همیشه خبر ساز وو؛مګر لا تر اوسه د ښکیلو دولتونو یا هم نړیوالو سازمانونو له لورې په دې اړه جدې څیړنې ترسره شوي نه دي.
یوازې د اسټرالیا دفاع وزارت په دې اړه محرم تحقیقات ترسره کړي او اوس د بشري حقوقو ادارو ددغه څیړنو د خپریدو غوښتنه کوي.
په دغه لیک کې راغلي دي چې د اسټرالیایي ځواکونو څخه په تحقیقاتو کې د ۵۵ کوچنیانو د غیرقانوني وژلو او د ملکي وګړو او نیول شویو جنګیالیو سره د بې رحمه چلند ترسره کېدل شامل دي.
دغه سازمانونه غواړي چې د بدچلند د ترسره کېدو ثبوت شوي پیښې د قانوني لارو څخه وڅیړل شي او ویلي یې دي چې ددې څیړنو خپریدل د بشر نړیوالو حقوقو ادارو ته د اسټرالیا له لورې د احترام او ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو یوه برخه ده.
په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د کړنو په اړه سلګونه پاڼې شواهد د «ای بي سي»خبرې شبکې په واک کې ورکړل شوي او دغه رسنۍ ددغه اسنادو یوه برخه چې دغه ځواکونو په ارزګان ولایت کې ملکي وګړي او کوچنیان وژل خپره کړې وه.