ننګرهار کې د پوهنې ریاست ته د خصوصي ښوونځیو خبرداری، که اجازه وي او کنه شبنې ورځ ښوونځي پرانیزو!!

نن د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مخې ته د ختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د اتحادي غړي او د خصوصي ښوونځیو مسولین د اعتراض په ډول سره راټول شوي او د پریکړه لیک په صادره ولو سره یې غوښتنه درلوده څو  د ښوونځيو د پرانیستل کیدو اجازه دې ورکړل شي .

دختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د اتحادې مسول  رئیس الحق ناصري له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل : مونږ نن په دې موخه د پوهنې ریاست مخه کې په  سولیز لاریون لاس پورې کړ ، څو په ټول ننګرهار کې ښوونخي او تعلیمي بنسټونو ته د پرانسیتل کیدو اجازه ورکړل شي .

نوموړی زیاتوي ( که اجازه رانه کړل شي د راتوونکې شنبې ورځ ( د غبرګولي په  ۱۷ نیټه )  به ټول خصوصي ښوونځي د بشپړو وقایوي تدابیرو، د روغتیا پالانو روغتیایي سپارښتنو په نظر کې نیول سره پرانیستل شي او خپل فعالیتونه به پیل کړو)

په همدې حال کې استاد نګیال مصون د ختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د پرسونل داتحادې یو تن غړی او د کهکشان ادب خصوصي ښونځي مسول خاورمیانه خبري اژانس ته وویل :  زمونږ ننۍ راټولیدنه د دې له پاره وه  څو مسولینو ته دا غږ ورسو ،چې د راتلونکې شنبې په  ورځ  ټول خصوصي ښوونځي او تعلیمي بنسټونه پرانیزو .

نوموړی زیاتوي له لاریون وړاندې مو څو ځلې له  وزات ، ولایت او د پوهنې ریاست  سره خپلې ستونزې او طرحه  شریکه کړې  مګر مسولینو هڅ کوم غبرګون ونه ښوده .(  د قرنطین پر مهال خصوصي ښوونځيو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ  زیان لیدلی ).

د ده په خبره اوس مهال په جلال اباد کې قرنطین نشته ټولې اتحادې فعالیت کوي یوازې خصوصي ښوونخي تړلې دي .

په ورته مهال د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول استاد محمد اصف شینواري خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  د پوهنې ریاست د خصوصي ښوونځيو د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي .

دی وایې،   دا ستونزه یوازې په ننګرهار کې نه ده او مونږ یې ټولې غوښتنې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړي

د شینواري په خبره د  ښونځیو د پرانسیتل کیدو صلاحیت له ولایتونو سره نشته بلکې د کرونا د مخنیوي د مرکزي عالي کمیټې سره ده.

شینواری زیاتوي داچې د خصوصي ښونځیو مسولین خلاصوي مسولت یې د پوهنې ریاست په غاړه نه دی.

( مونږ  له دوې څخه غواړو، چې په بیړه اقدام ونه کړي د کوچینانو ا و د کورنۍ روغتیا ته پام وکړي  )

د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په ټول هیواد کې پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل