ننګرهار کې د پوهنې ریاست ته د خصوصي ښوونځیو خبرداری، که اجازه وي او کنه شبنې ورځ ښوونځي پرانیزو!!
نن د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مخې ته د ختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د اتحادي غړي او د خصوصي ښوونځیو مسولین د اعتراض په ډول سره راټول شوي او د پریکړه لیک په صادره ولو سره یې غوښتنه درلوده څو د ښوونځيو د پرانیستل کیدو اجازه دې ورکړل شي .
دختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د اتحادې مسول رئیس الحق ناصري له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل : مونږ نن په دې موخه د پوهنې ریاست مخه کې په سولیز لاریون لاس پورې کړ ، څو په ټول ننګرهار کې ښوونخي او تعلیمي بنسټونو ته د پرانسیتل کیدو اجازه ورکړل شي .
نوموړی زیاتوي ( که اجازه رانه کړل شي د راتوونکې شنبې ورځ ( د غبرګولي په ۱۷ نیټه ) به ټول خصوصي ښوونځي د بشپړو وقایوي تدابیرو، د روغتیا پالانو روغتیایي سپارښتنو په نظر کې نیول سره پرانیستل شي او خپل فعالیتونه به پیل کړو)
په همدې حال کې استاد نګیال مصون د ختیځ زون د خصوصي ښوونځیو د پرسونل داتحادې یو تن غړی او د کهکشان ادب خصوصي ښونځي مسول خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : زمونږ ننۍ راټولیدنه د دې له پاره وه څو مسولینو ته دا غږ ورسو ،چې د راتلونکې شنبې په ورځ ټول خصوصي ښوونځي او تعلیمي بنسټونه پرانیزو .
نوموړی زیاتوي له لاریون وړاندې مو څو ځلې له وزات ، ولایت او د پوهنې ریاست سره خپلې ستونزې او طرحه شریکه کړې مګر مسولینو هڅ کوم غبرګون ونه ښوده .( د قرنطین پر مهال خصوصي ښوونځيو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی ).
د ده په خبره اوس مهال په جلال اباد کې قرنطین نشته ټولې اتحادې فعالیت کوي یوازې خصوصي ښوونخي تړلې دي .
په ورته مهال د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول استاد محمد اصف شینواري خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د پوهنې ریاست د خصوصي ښوونځيو د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي .
دی وایې، دا ستونزه یوازې په ننګرهار کې نه ده او مونږ یې ټولې غوښتنې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړي
د شینواري په خبره د ښونځیو د پرانسیتل کیدو صلاحیت له ولایتونو سره نشته بلکې د کرونا د مخنیوي د مرکزي عالي کمیټې سره ده.
شینواری زیاتوي داچې د خصوصي ښونځیو مسولین خلاصوي مسولت یې د پوهنې ریاست په غاړه نه دی.
( مونږ له دوې څخه غواړو، چې په بیړه اقدام ونه کړي د کوچینانو ا و د کورنۍ روغتیا ته پام وکړي )
د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په ټول هیواد کې پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي ادارې تړل شوې دي.