د لغمان ولایتي چارواکي وایې دغه چاودنه نن مازیګر مهال د دې ولایت مرکز اړوند حکیم اباد سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غویي په (۲۴) نیټه مازیګر ۴:۳۰ بجې د مرکز اړوند « حکیم اباد» سیمه کې د نظم عامې پر پولیسو ځای پرځای شو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د نظم عامې دوه پولیس وژل شوي دي.
دولتزی زیاتوي له لوموړۍ چاودنې ورورسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې، چې هغه زیان نه لري.
د دې چاودنې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.