د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د برفکوچ د ښویدو په پایله کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ځوانه ښځه ټپي شوي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه تیر ماښام د میرامور ولسوالۍ د «حصار» په سیمه کې رامنځته شوي ده.
د دایکندي د طبیعي پیښو سره د مبارزې رییس وایي چې د سیمې د خلکو له لوري د برفکوچ څخه شپږ تنه راویستل شوي او د دغه کورنۍ ناوې ټپي شوي ده.
د نوموړي پر وینا، د دې ځوانې ښځې روغتیایي وضعیت هیله بخښوونکی نه دی.
سروري څرګنده کړه چې په مړو شویو کسانو کې دوه سړي، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.