کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړی

د کابل ښار په نهمه حوزه کې په یوه رنجر موټر  نښلول شوي ماین چاودنې یو تن ټپي کړی دی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د لیندۍ په ( ۲)  نیټه سهار ۸:۱۵ بجې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د ګمرګ سره نږدې رامنځ ته شوې.

سرچینو ویلي په دې پیښه کې د پولیسو یو سرباز ټپي شوی دی.

تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .

Author

خروج از نسخه موبایل