کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړی
د کابل ښار په نهمه حوزه کې په یوه رنجر موټر نښلول شوي ماین چاودنې یو تن ټپي کړی دی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د لیندۍ په ( ۲) نیټه سهار ۸:۱۵ بجې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د ګمرګ سره نږدې رامنځ ته شوې.
سرچینو ویلي په دې پیښه کې د پولیسو یو سرباز ټپي شوی دی.
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .