د کونړ مسولین وایې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ډیورنډ په کرښه باندې د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پرونې نښته اوس پای ته رسیدلې.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: پرون یک شنبه د لړم په ( ۵) نیټه له غرمې ورورسته د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډیورڼډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیرې قانوني تحرکات شوي، چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی د پاکستاني پوځیانو له لوري په ولسونو او منیتي ځواکونو ډزې شوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خپل ځان او ولس دفاع کړې .
نوموړی زیاتوي د پاکستاني نظامیانو د راکټي بریدونو له امله تیره ورځ درې میرمنې وژل شوي او څلورتنه نور ملکي وګړي، چې یوه یې میرمن اویو ماشوم دی ټپیان شوي.
د مصمیم په خبره ټپیان اوس د اسعد اباد ولایتي روغتون کې د درملنې لاندې دي روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
دا چې د دواړو غاړو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه په اړه یې تراوسه معلومات نشته.