په پروان ولایت کې د امریکایي ځواکونو کاروان د چاودیدونکي برید هدف ګرځیدلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند «ساني لګیت» دغه برید تایید کړی دی.
نوموړي پر خپل ټويټر اکونټ لیکلي چې د سړک غاړې د دغه ماین په چاودنه کې هیڅ یوه امریکایي سرتیري ته زیان نه دی رسیدلی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند ددې پیښې کره ځای مشخص کړی نه دی.
مګر د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دغه برید د پروان ولایت په صیادان سیمه کې رامنځته شوي چې پکې اته تنه بهرني فوځیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.