د کابل په «ده سبز» کې د یوې خونړې چاودنې مخه نیول شوې

امنیتي ځواکونو د کابل په ده سبز سیمه کې د یوه بم په کشف کولو سره د یوې خونړې پیښې مخنیوی کړی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې دغه ماین نن سهار د تلې په ( ۱۴)  نیټه د ده سبز ولسوالۍ د تره خیل کلي  څخه کشف او خنثی شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې تروریستانو پلان درلود څو د دغه ماین په چاودنې سره د تره خیل د کلي په  عمومي لاره  خلکو ته خونړې مرګ ژوبله واړوي.

د کورنیو چارو وزارت وایې دغه ماین مخکې له چاودنې د پولیسو له لورې کشف او د کابل د ۱۱۱ فرقې د انجینرې  ټیم په همکارې خنثی او د یوې خونړې پیښې مخنیوی ترسره شو.

د سړک غاړې ماینونه د جګړو یوه برخه ده  چې زیاته قرباني  یې اخیستې  چې تر ډیره دغه قربانیان ملکي وګړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل