د کونړ د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د کونړ چارواکي د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال د وژل کیدو خبر ورکوي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره ورځ  د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال «ابراهیم خلیل » د دې ولایت  د شلتن ولسوالۍ اړوند په «چوګام » سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان شوي .

نوموړي د چاودنې په  اړه ډیر معلومات ورنه کړل، خو وایې، چې د امنیتي ځواکونو له لورې پلټنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل