د کونړ د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی
د کونړ چارواکي د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال د وژل کیدو خبر ورکوي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره ورځ د دانګام ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال «ابراهیم خلیل » د دې ولایت د شلتن ولسوالۍ اړوند په «چوګام » سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان شوي .
نوموړي د چاودنې په اړه ډیر معلومات ورنه کړل، خو وایې، چې د امنیتي ځواکونو له لورې پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.