په تخار کې د طالبانو یو مهم سرګروپ ووژل شو

د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په زوړ ښار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په جریان کې د طالبانو یو مهم سرګروپ وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه عملیات د  تیرو څو ورځو په جریان کې پیل شوي چې هوایي ځواکونو یې هم ملاتړ کوي.

ددې وزارت د نن ورځې ( وږي ۲۵) په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ«ملاوزیر» د خپلو څو تنو نورو وسله والو سره یوځای وژل شوی او ددې ډلې ۶ تنه نور غړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د ینګي قلعه ولسوالۍ په زاړه ښار کې د هستوګنې کورونه سنګر کړي او له دغه کورونو څخه د سپر په توګه ګټه اخلې،چې دغه چاره د عملیاتو د اوږدیدو لامل شوي ده.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل