د سمنګان له پاره د طالبانو نومول شوی والي و وژل شو

د سمنګان ولایت په صوف درې پاین کې د امنیتي ځواکونو په هوایې عملیاتو کې دې ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت د نن ورځې د وږي ( ۲۴)  نیټې د خبرپاڼې پر بنسټ دغه عملیات نن سهار د دره صورت ولسوالۍ په « توقسن »  کلي کې په لاره اچول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د سمنګان ولایت له پاره د وسله والو طالبانو  نومول شوی والي مولوي نورالدین له خپلو ۴ غړو سره وژل شوی دی.

دفاع وزارت وایې دغه برید په داسې مهال شوی، چې مولوي نورالدین په خپل موټر کې د توقسن کلي ته روان وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

Author

خروج از نسخه موبایل