د کندز وضعیت نورمال او عادي شوی دی

امنیتي ځواکونو کندز ښار په بشپړ ډول تصفیه کړی او ددغه ښار وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،امنیتي ځواکونو تیره شپه د کندز ښار په بشپړ ډول تصفیه کړی دی.

پر کندز ښار د طالبانو د تیرې ورځې تهاجمي برید وروسته د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه ښار د پولیسو او ملې امنيت د ځانګړو ځواکونو او د ملې اردو د کمانډویانو له لوري تصفیه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي«د بشپړ ډاډ په موخه تیره شپه د افغانستان د ځانګړو پولیسو،د ملې امنیت د ځانګړو ځواکونو او کمانډویانو له لوري د کندز ښار کوڅه په کوڅه او سیمه پر سیمه تصفیه شوی دی.»

د نوموړي پر وینا ،دمګړۍ په کندز ښار کې وضعیت په بشپړ ډول عادی دی.

رحیمي ویلي دي چې ،طالبانو زیات زیان لیدلی مګر دقیق مالومات یې وړاندې کړي نه دي.

د کندز ښار په مختلفو سیمو د طالبانو د تیرې ورځې په برید کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او همدارنګه تیر ماښام د کندز ښار په مرکزي چوک کې ددغه ولایت د امنیه قومندان د خبریالانو سره د مرکې کولو پر مهال ځان وژونکی برید ترسره شوی چې په پایله کې یې له ۱۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پولیسو د قومندان منظور ستانکزي په ګډون له ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو د کندز د ښار په چوک کې د ځان وژونکي برید مسوولیت منلو تر څنګ ویلي دي چې یو شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

دې برید د دفاع وزارت د سرپرست،اسدالله خالد،د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ میلر پښې تر کندزه ورسولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *