په کابل ښار کې د لوې «غدیر خم» اختر په مناسبت ۲۸۰ ځوانو جوړو د خپل د واده مراسم په يو ځایي ډول ترسره کړل.
د خاورمیانه خبري اژانس د ټولنیزې څانګې د خبر له مخې، د یو ځایي واده دغه مراسم نن د زمري په ( ۲۵) نیټه د کابل ښار د امید سبز په ښارګوټي کې ترسره شول.
د دغه جشن برابرونکي وایې، له دې چارې یې موخه په ودونو کې د ملا ماتونکو لګښتونو دمخنیوي ترڅنګ د یوځایي ودونو د فرهنګ رواجول دي.
د نوموړو پروینا، د نن ورځې په دغو مراسمو کې، چې د لوې « غدیر خم » اختر په مناسبت جوړ شوي وو، ۲۸۰ زوجینو په یوځایي ډول په ډیر کم لګښت د خپلو ودونو مراسم ترسره کړل.
دغو ځوانو زوجینو هم د دې ډول مراسمو په جوړیدو خوښي وښوده ، د دغه فرهنګ د عام کیدو او په دې ډول پروګرامونو کې د ځوانانو د ګډون غوښتونکي شول.
د ویلو وړ ده، چې په افغانستان کې په ودونو کې زیات او ملا ماتوونکی لګښت یو له جدي ستونزو او معضلاتو څخه ده، چې د زیاتو ځوانانو د ګډ ژوند مانع شوی.